نړۍ سره د افغانستان اړیکې له ورځې بلې ته پیاوړې کېږي

نړۍ سره د افغانستان اړیکې له ورځې بلې ته پیاوړې کېږي سیاست
د تېر په پرتله په ټولو برخو کې د افغانستان اوسنی وضعیت ښه شوی دی

د بهرنیو چارو وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي د ریاض العلوم مدرسې طالبانو د فراغت مراسمو کې ویلي، هغه خلک غلط ثابت شوي چې فکر یې کاوه اسلامي امارت حکومت نه شي کولای ، بلکه د هرې ورځې په تېرېدو سره له نړۍ سره د افغانستان اړیکې پیاوړې او زیاتېږي.

ښاغلي متقي په دې غونډه کې ویلي، چې د نړۍ هغه ګومان چې اسلامي امارت حکومت نه شي کولای غلط ثابت شوی او د تېر په پرتله په ټولو برخو کې د افغانستان اوسنی وضعیت ښه شوی دی.

نوموړي همداراز زیاته کړې، که غواړئ چې افغانستان په خپلو پښو ودرېږي له کورنیو اختلافاتو او بهرنیو هېوادونو سره له ټکر څخه دې ډ ډه وشي.

تړلي موضوعات