افغان ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې د سعودي عربستان لوبډلې ته هم ماتې ورکړه
د هېواد د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې په اسیايي اوقیانوسیه سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې د سعودي عربستان لوبډلې ته د ۷۹- ۴۴ نمرو په توپیر ماتې ورکړه.
د ویلچر باسکټبال اسیايي اوقیانوسیه سیالۍ د ټایلنډ په کوربه توب د یاد هېواد په بانکوک ښار کې دوام لري، چې افغانستان پکې سعودي عربستان ته په ماتې ورکولو سره پرله پسې دویمه بریا هم خپله کړه.
د افغانستان ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې دوه ورځې وړاندې د نیوزلنډ لوبډلې ته هم د ۷۷- ۳۷ نمرو په توپیر ماتې ماتې ورکړې وه.
ټاکل شوې د افغانستان ویلچر باسکټبال ملي لوبډله به سبا دوشنبې د مرغومي په ۲۵مه نېټه د فلپین لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.