د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د هند پر وړاندې دویمه لوبه کوي
د هېواد کرېکټ ملي لوبډله نن یکشنبه د افغانستان پر وخت ماښام شپږ بجې د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پر دوام په دوهمه لوبه کې د هند کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
د دغو دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه چې د جنوري په ۱۱مه نېټه ترسره شوه د ۶ویکټو په توپیر د هند لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله داسې مهال د هند کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي، چې تر دې وړاندې هم د دې دواړو لوبډلو ترمنځ شپږ شل اوریزې سیالۍ ترسره شوې دي، چې له دې ډلې یې پنځه لوبې هند ګټلې دي او یوه یې بې پایلې پای ته رسېدلې ده.