له نړۍ سره د افغانستان نښلولو لپاره هڅې دوام لري

له نړۍ سره د افغانستان نښلولو لپاره هڅې دوام لري سیاست
د هېواد اقتصادي وده د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، له نړۍ سره د افغانستان نښلولو لپاره هڅې دوام لري.

سیاسي مرستیال د ملت او دولت ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې د قومي مشرانو او علماوو د رول په نوم غونډې ته په خبرو کې ویلي، له نړۍ سره د افغانستان د نښلولو لپاره هڅې دوام لري، چې له همدې کبله له چین سره د واخان سړک د رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

نوموړي زیاته کړې، د بشپړ اسلامي نظام د حاکمیت او امنیت ټینګښت ترڅنګ د هېواد اقتصادي وده د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مسئولینو په وار وار د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا خبر ورکړی او په دې همدې موخه یې ګڼ شمېر هغه پروژې هم پیل کړي، چې د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې رول لري.

تړلي موضوعات