تخصصي پروګرامونو جدب ته به د افغان ډاکټرانو کچه زیاته شي

تخصصي پروګرامونو جدب ته به د افغان ډاکټرانو کچه زیاته شي روغتیا
تخصصي پروګرامونو جدب ته به د افغان ډاکټرانو کچه زیاته شي

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې وزیر ډاکټر قلندر عباد پاکستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د روغتیا له وزیر ډاکټر ندیم جان سره په دوه اړخیزه کتنه کې ویلي، چې د پاکستان تخصصي پروګرامونو کې دې د افغان ډاکټرانو د جذب کچه زیاته شي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو په پاکستان کې د افغان ډاکترانو د تخصص پروګرامونو بشپړولو، د افغان ناروغانو د ویزو ستونزو حل ترڅنګ د لوګر ولایت د نائب امین الله خان روغتون، د محمد علي جناح روغتون او د نښتر پښتورګو روغتون د درملو او طبي تجهیزاتو په اړه خبرې کړې دي.

همدراز په دې کتنه کې په دواړو هېوادونو کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په دې برخه کې د لا زیاتې همغږۍ او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو اړوند د یوې واحدې پالیسۍ پر څرنګوالي او اړتیا هم خبرې شوې دي.

تړلي موضوعات