د افغانستان کرېکت ملی لوبډله نن له هند سره لوبه کوي
د افغانستان کرېکت ملي لوبډله نن پنجشنبه د مرغومي په ۲۱مه نېټه د هند له کرېکټ ملي لوبډلې سره د ۲۰ اوریزو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه کوي.
دغه لوبه به د هند پنجاب ایالت موهالي لوبغالي کې ترسره شي.
ټاکل شوې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به خپله دویمه لوبه د جنوري په ۱۴مه او درېیمه د جنوري په ۱۷مه نېټه ترسره کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د جنوري په ۶مه د دې لوبلړۍ لپاره د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړې وه.