بورډ له درېیو افغان لوبغاړو بندیزونه لرې کړي؛ لوبغاړو مرکزي تړون ته غاړه اېښې
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د کرېکټ ملي لوبډلې پر ۳ تنو لوبغاړو یې بندیزونه بیرته لرې کړي دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ څه موده وړاندې پر درېیو لوبغاړو نوین الحق، مجیب الرحمن او فضل الحق فاروقي د مرکزي تړون د نه لاسلیک کولو له کبله بندیزونه لګولي وو؛ چې اوس یادو افغان لوبغاړو مرکزي تړون لاسلیک ته غاړه اېښې ده او بندیزونو لرې کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د دې بندیزونو له امله یادو لوبغاړو نه شوی کولی چې د افغانستان په استازیتوب نړېوالو لوبو او د بهرنیو هېوادونو سوداګریز کرېکټ لیګونو کې ګډون وکړي.