د غزني والي: د راتلونکي کال لپاره دې د دې ولایت روغتیایي بودیجه زیاته شي
د غزني والي مولوي عبدالصمد جاوید د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي سره کتنه کې د راتلونکي کال لپاره د روغتیایي بودیجې د زیاتېدو غوښتنه کړې.
د عامي روغتیا وزارت ویلي، دې کتنه کې غزني سیمه ییز روغتون د پاتي چارو بشپړولو، روغتیایي خدماتو پراختیا او کیفیت ښه والي او روغتیایي مرکزونو کې د شته ستونزو پر حل خبرې کړې دي.
بلخوا د عامې ورغتیا وزیر د خدماتو د پراختیا او ستونزو د حل ډاډ تر څنګ نږدې راتلونکي کې د سیمه ییز روغتون چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې غزني ولایت کې یو شمېر روغتونونه او کلینیکونه د مرستندویه مؤسسو له لوري تمویلېدل، خو د دغو مؤسساتو تر تړل کېدو وروسته ګڼ روغتونونه هم تړل شوي، چې دې چارې په لرې پرتو سیمو کې د روغتیا برخه کې ستونزې رامنځته کړې دي.