حماس د یوه ژوندي او څلور بندیانو جسدونو په سپارلو هوکړه کړې
حماس جهادي غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یوه امریکایي – اسرائیلي او د څلور نورو بندیانو جسدونو د ازادي لپاره یې د منځګړو وړاندېز منلی دی.
که څه هم حماس د دغه وګړي د خلاصون نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو ویلي یې دي نوموړی ادیان الکساندر نوم لري.
حماس جهادي غورځنګ وروسته له هغې دغه خپرپاڼه خپروي، چې دا مهال دوحه کې د حماس او اشغالګر اسرائیلو ترمنځ د اوربند دویم پړاو د ټینګښت خبرې دوام لري.
د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند لومړی پړاو د جنوري په ۱۹مه پیل او دوه اونۍ وړاندې پای ته ورسېد.
د یادونې ده، چې د اوربند په لومړي پړاو کې حماس د شاوخوا ۲ زره فلسطینیانو په بدل کې ۳۳ اسرائیلي بندیان خوشي کړل.