بامیانو کې د ۱۲۰ بستریز روغتون رغنیزې چارې بشپړې شوې
د کورنیو چارو وزارت لومړي معاونیت په اېکس پاڼه ویلي، چې بامیانو کې د امام خمیني په نوم ۱۲۰ بستریز روغتون چې ۴۰ میلیونه امریکایي ډالره لګښت پرې راغلی، رغنیزې چارې یې بشپړې شوې.
د بامیانو ولایت مقام رسنیز دفتر د دغه روغتون رغنیزو چارو د بشپړېدو په تأیید ویلي، په دې روغتون کې به ناروغانو ته د جراحي او زړه پیوند، د سترګو درملنه، داخله طب، ماشومانو درملنه، نسایي ولادي او یو شمېر نورو برخو کې خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې شي.
سرچینه وایي، لګښت یې د ایران له لوري ورکړل شوی او په نږدې وختونو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت هېواد کې د روغتیایي خدماتو چټکتیا په خپلو لومړیتوبونو کې لري چې په مهال یې هغو لرې پرتو سیمو ته هم روغتیایي خدمات رسېدلي چې تر دې وړاندې له پامه غورځېدلي و.