لومړیتوبونو ته په کتو د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو خبرې وشوې

لومړیتوبونو ته په کتو د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو خبرې وشوې   روغتیا
د عامې روغتیا وزیر د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مشر سره کتلي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د وګړو صندوق (UNFPA) سازمان له مشر کوابینا اسانتي او د دغه سازمان له اجرائیوي مرستیال او سرمنشي مرستیال سابرټن سره لیدنه کړې.

 د عامې روغتیا وزارت د خبر په بنسټ، لیدنه کې د افغانستان روغتیايي سیسټم پیاوړتیا، پر دوامداره مالي ملاتړ، روغتیا برخه کې د مرستو په غوره مدیریت، د ګرځنده ټیمونو په مؤثریت او پر ثابت مرکزونو بدلولو او همدا راز لومړیتوبونو ته په کتو روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو خبرې وشوې.

 ناسته کې ښاغلي جلالي روغتیايي خدماتو د لا اغېزمنتیا او مثمریت په موخه روڼتیا او د روغتیا وزارت لمړیتوبونو ته پاملرنه اړینه یاده کړې او د نړیوالو له لوري د شته مرستو په غوره مدیریت یې ټینګار کړی.

سرچینه وايي، ناسته کې د یاد سازمان مرستیال د روغتیا برخه کې مرستې اړینې بللې او په همدې موخه یې د مرستو جلبولو ژمنه کړې.

 هېره دې نه وي، چې د پخوا په پرتله د افغانستان روغتیا برخه کې هڅې ګړندۍ شوې چې په موخه یې د اسلامي امارت له لوري د ۳۱۸ ولسوالیو لپاره د ولسوالۍ په کچه روغتونونه منظور شول، چې له بشپړېدو سره به یې ګڼو برخو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

تړلي موضوعات