هېواد کې اورښتونه او سېلابونه؛ ځاني او مالي زیانونه یې اړولي
د تېرې ورځې شدیدو اورښتونو او سېلابونو راوتو له کبله خوست او ننګرهار ولایتونو کې هېوادوالو ته د ځاني او مالي زیانونو اوښتو خبر ورکړل شوی.
خوست کې د حریت راډيو خبریال وایي، چې د دغه ولایت صبریو ولسوالۍ کې تېر مازدیګر د سېلاب راوتو له کبله ۲ تنه هېوادوالو ژوند بایللی او درې نور یې ټپیان دي.
په خبره یې، دغه سېلاب، چې د یادې ولسوالۍ په سروبي کلي کې راوتلی، پر مهال یې د دوه عرادې موټرو تخریب سربېره ځایي خلکو ته نور مالي زیان هم اړولی.
له بل لوري بیا ننګرهار کې هم د اورښت او شدید طوفان له کبله د یو تن شهید کېدو او ۳۲ نورو ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ځایي ریاست رئیس مولوي سیف الله خالد وایي، چې د ټپیانو له ډلې یې ۲۸ تنه تر درملنې وروسته رخصت او څلور تنه لا هم تر درملنې لاندې دي.
خالد زیاته کړې، چې جلال اباد ښار کې لسګونه غټې او وړې ونې، دوه مخابراتي پایې، سولري شیشې او یو شمېر نور توکي هم زیانمن شوي دي.