د عامې روغتیا وزیر: د خوړو نړېوال پروګرام افغانستان ته تاریخ تېره او بې کیفیته توکي را واردوي
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي نن یوه خبري غونډه کې د ملګرو ملتونو د خوړو پر نړېوال پروګرام نیوکه کړې، چې افغانستان ته بې کیفیته او تاریخ تېره توکي را واردوي.
د عامې روغتیا وزیر ویلي، د خوړو نړېوال پروګرام ۵۵ ټنه پريمیکس توکي د ظرفیت په پام کې نه نیولو سره را وارد کړي، چې تاریخ یې تېر او د مرستو ضایع کول دي.
نور جلال جلالي همداراز ویلي، یاد پروګرام د دې ترڅنګ د سوپر سیریل په نوم ۶زره ۷۵۰ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي افغانستان ته را وارد کړي چې د کیفیت معیار یې نه دی مراعت شوی او د استفادې وړ نه دي.
نوموړي زیاته کړې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام هم د توبرکلوز ۶۵۰ کیټونه راوړي چې له اسنادو سره مطابقت نه لري تاریخ یې تېر او دوی هم خپله غطلي منلې.
د عامې روغتیا وزیر زیاته کړې د دوی دغو تېروتنو اړ کړي، چې له مرستندویه بنسټونو د شفافیت او اړتیا مطابق د مرستو د تنظیم غوښتنه وکړې.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د اسلامي امارت چارواکو او ولسي خلکو پر نړېوالو مرستندویه بنسټونو نیوکه کړې وه، چې توکي یې بې کیفیته او ټیټ معیار لري.