د پولیسو تخصصي روغتون کې د سینې قفس بریالي عملیات وشول

د پولیسو تخصصي روغتون کې د سینې قفس بریالي عملیات وشول روغتیا
د پولیسو روغتون کې عملیات شوی ناروغ

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پولیسو روغتون جراحان توانېدلي چې د سینې فقس یو پېچلی عملیات په بریالیتوب ترسره کړي.

د یاد وزارت د خبر له مخې، دغه ناروغ تر دې وړاندې په یوه بهرني هېواد کې هم عملیات شوی و، خو عملیات یې بریالي نه وو.

خو اوس دغه ناروغ د پولیسو تخصصي روغتون جراحي ټیم له لوري بیا ځلې عملیات شوی او عملیات یې بریالي شوي دي.

ویل کیږي چې ناروغ زړه ته نږدې له یوې دانې کړېده، چې تر دې عملیاتو وروسته روغ شوی دی.

د یادونې ده، چې دې وروستیو کې د دولتي روغتونونو په مجهز کېدو سره یو شمېر پېچلي عملیات چې تر دې وړاندې په بهرنیو هېوادونو کې ترسره کېدل، اوس په کم لګښت په کور دننه ترسره کیږي.

تړلي موضوعات