ا.ا.ا د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د پولي ترسیم تړون هرکلی وکړ
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولي ترسیم تړون هرکلی کړی، چې پر مټ به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم له لارې اوږدمهاله اختلاف هوار شي.
بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دغه کړنه د سیمې د ثبات، اقتصادي ودې او د متقابل باور پیاوړتیا په لور یو مثبت ګام بللی دی.
خبرپاڼې کاږلي اسلامي امارت د سولې، تفاهم او سیمه ییزو همکاریو د پراختیا ملاتړی دی او باور لري، چې دغه تړون به په منځنۍ اسیا کې د دوامداره سولې او همکارۍ یو نوی باب پرانیزي.
د تاجکستان او قرغزستان حکومتونو د یوې هوکړې له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي شخړو هواري په موخه د پولي ترسیم تړون لاسلیک کړی دی.
تاجکستان او قرغزستان نږدې زر کیلومتره ګډه پوله لري او د ځینو سیمو د ملکیت پر سر یې له تېرو دوو لسیزو راهیسې اختلافات درلودل، چې له امله یې په شویو جګړو کې له دواړو غاړو سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.