د افغانستان بهرنیو چارو وزارت: پاکستاني چارواکي دي د تورونو لګولو پرځای خپل امنیت ته پام وکړي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د بولان برید کې د افغانستان ښکېل بللو په اړه د پاکستان پوځ تورونه رد او هغه یې بې اساسه وبلل.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د بلوچستان بولان سیمه کې د رېل ګاډي برید کې د پاکستان پوځ ویاند له لوري د افغانستان ښکېل بلل بې اساسه تورونه دي.
خبرپاڼه کاږي پاکستانی لوری دې د غیر مسئولانه څرګندونو پر ځای خپل امنیت او کورنیو ستونزو ته پام وکړي.
بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، افغانستان کې بلوڅ مخالفې ډلې شتون نه لري او نه هم له اسلامي امارت سره هیڅ ډول اړیکې لري.
یاد وزارت دغې پېښه کې د بې ګناه انسانانو ته په مرګ ژوبلې اوښتو خواشیني ښودلې او د سیاسي موخو لپاره د ملیکانو هدف ګرڅول یې د توجیه وړ عمل نه دی بللی.
د تېرې سه شنبې په ورځ د بلوڅ بېلتون پالو د بلوچستان بولان سیمه کې د په اورګاډي برید کې تر ۲۵۰ زیات پاکستان نظامیان یرغمل کړي، چې تر اوسه یې تر سلو ډېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.