انتونیو ګوترېش: د مسلمانانو پر ضد دوه ګونی چلند په خطرناک ډول زیاتیږي

انتونیو ګوترېش: د مسلمانانو پر ضد دوه ګونی چلند په خطرناک ډول زیاتیږي نړۍ
د ملګرو عمومي منشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش پرون جمعه په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو په وړاندې تعصب او له دوی سره د دوه ګوني چلند د زیاتوالي خبر ورکړی او د ټولنیزو رسنیو له مسؤلینو یې د مخنیوي غوښتنه کړې.

الجزیرې ټلوېزیون د ګوترېش له قوله لیکلي، نوموړی پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي ویلي، موږ د مسلمانانو پر وړاندې د زیاتې کرکې خپرېدو شاهدان یوو په خبره یې، ځینې په ښکاره ډول د دوی عبادت خونو او یو شمېر ځایونو ته سپکاوی کوي او دا د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

سرچینې ویلي، په دې وروستیو کې د بشري حقونو څارونکو معلومات خپاره کړي، چې انګلستان، متحده ایالاتو، هند او نورو هېوادونو کې د مسلمانانو په وړاندې زیات سپکاوی او کرکه خپره شوې خو په ښکاره دغه هېوادونه بیا د کرکې خپرونکو په وړاندې د خپلې مبارزې ملاتړ کوي.

راپور کې د بشري حقونو د څارونکو له قوله راغلي، د طوفان الاقصی له عملیاتو وروسته موږ د اسلام ضد، عرب ضد او یهود ضد په وړاندې ډېر د تعصب خپرېدو شاهدان یوو.

انتونیو ګوترېش د دغې ستونزې د مخنیوي په تړاو ویلي، راځئ چې یووالي، بشري او انساني کرامت ساتنې لپاره ګډ کار وکړو.

تړلي موضوعات