د روسیې ولسمشر: کلابند اوکراینیان باید تسلیم شي!
وروسته له هغې چې امریکا د اوکرایین جګړې پای لپاره له روسیې سره خبرې پیل کړې اوکرایین او روسیې پر یو بل د بریدونو ډګر ګرم کړ.
د دغه جګړو په مهال راپورونه وو، چې روسي ځواکونو په کورسک کې د اوکرایین ګڼ شمېر پوځیان محاصره کړي، په هماغه وخت ټرمپ له پوتین وغوښتل چې په کورسک کې د زرګونو هغو اوکراینیانو ژوند وژغوري چې په بشپړ ډول د روسي ځواکونو له لوري محاصره شوي.
رویټرز خبري اژانس وایي، د روسیې ولسمشر پرون جمعه ویلي، چې اوکراییني پوځيان باید تسلیم شي کنه مرګ یې لاره ده.
اژانس بلخوا د اوکرایین پوځ د لوی درستیز له قوله وايي، کورسک کې د دوی ځواکونه نه دي محاصره شوي او دا راپورونه یې دروغ بللي.
اژانس وايي، ټرمپ په ټروټ سوشل کې له پوتین غوښتي چې محاصره شویو زرګونو اوکرایني پوځیانو ژوند ته دې پام وکړي.
کورسک چې له تېر کال راهیسې د کیف او مسکو د جګړو په تود ډګر بدل شوی دواړه لوري د یو بل د زرګونو پوځیانو د وژلو ادعا کوي.