نږدې ۱۸ میلیونه سیمکارټونه په قانوني بڼه ثبت او راجسټر شوي دي

نږدې ۱۸ میلیونه سیمکارټونه په قانوني بڼه ثبت او راجسټر شوي دي ټیکنالوژي
انځور ارشیف

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خبر ورکړی، چې اوس مهال ټول هېواد کې ۲۶میلیونه موجوده سیمکارټونو له ډلې یې ۱۸ میلیونه سیکارټونه د طرزالعمل مطابق ثبت او راجسټر کړي دي.

د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي په اېکس لیکلي، د دې پروسې څارنې او ارزونې ترڅنګ د پاتې سیمکارټونو د ثبت پروسه هم په چټکۍ سره دوام لري.

نوموړي د سیمکارټونو د ثبت موخه د خلکو رواني امنیت ټینګښټ او د غیري قانوني سیمکارټونو څخه د رامنځته شويو ګواښونو مخنیوی بللی دی.

په ورته مهال هېوادوال هم د مخابراتي شبکو سیمکارټونو ثبت او راجسټر کول مثبت ګام بولي او د هېوادوالو د امنیت ټینګښت برخه کې یې ګټور بولي.

تړلي موضوعات