افغان پلاوي د روسیې نړېوال ډیجیټل کنفرانس کې وینا کړې
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، د یاد وزارت مالي او اداري معین ملا محمد حنیف حمزه او مل پلاوي د روسیې په نړېوال ډیجیټل کنفرانس کې ګډون او وینا کړې ده.
د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي، چې نوموړي په دغې غونډه کې د هېواد په کچه د ټکنالوجۍ برخه کې په پرمختګونو او یو شمېر ننګونو خبرې کړې او د نړېوالو پام یې دغې برخې ته راړولی دی.
یاد کنفرانس چې دوه ورځې یې دوام درلود د روسیې فدراسیون په کوربتوب جوړ شوی و.
الکوزي زیاته کړې، په دغه غونډه کې د نړۍ له لسګونو هېوادونو څخه د مخابراتو، ډیجیټل ټکنالوجۍ، سایبري امنیت، مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټلي اقتصاد او ښې حکومتولۍ په برخو کې لوړ پوړو چارواکو، متخصصینو او پانګوالو پکې ګډون درلود.
یاده دې وي، چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د افغانستان ټکنالوجۍ برخې ته د پخوا په پرتله پام زیات شوی او د اسلامي امارت مسؤلینو تل ټینګار کړی چې ټول هېوادوالو له با کیفیته انټرنیټي خدماتو برخمن شي.