غزه کې د خيريه بنسټونو مشر: د اشغالګرو له لوري تحمیل شوې لوږې وروستۍ مرحله کې یو
غزه تړانګه چې د اسرائیلو له لوري سختو بریدونو لاندې ده، په اړه یې د خیریه بنسټونو مشر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د اشغالګرو له لوري تحمیل شوې لوږې سختې او وروستۍ مرحله کې یو.
هلته د رسنیو مرکز وايي، اشغالګر پوځ د مرستو مرکزونه د دام په توګه کاروي چې په مهال یې د شهیدانو شمېر ۱۲۶ کسانو ته لوړ شو.
یاد مرکز ساعت وړاندې ویلي، دا هغه کسان دي چې د بشري مرستو ترلاسه کولو لپاره اړونده مرکزونو ته ورغلي وو.
سرچینې زیاته کړې، د مرستو د وېش نوی میکانیزم د غزې خلکو ژوند ته مستقیم ګواښ دی.
عامو فلسطینیانو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، صهیونېست ځواکونه غزه کې د مرستو د وېش مرکزونه په نښه کوي، چې موخه یې د وږو فلسطینیانو ژوند اخیستل دي.
الجزیرې ټلوېزیون په تازه راپور کې ویلي، د نن یکشنبې بریدونو کې ۲۱ فلسطیني وګړي شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان دي، دغه بریدونه د اسرائیلو له لوري د غزې په بېلابېلو سیمو شوي دي.