د اختر په لومړۍ ورځ د حماس بريدونه، نتنياهو د اسرائيلو لپاره خورا سخته ورځ بللې

د اختر په لومړۍ ورځ د حماس بريدونه، نتنياهو د اسرائيلو لپاره خورا سخته ورځ بللې نړۍ
انځور ارشیف

په داسې حال کې چې د نړۍ په ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو کې تېره ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ وه، د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) په خپلو بريدونو کې اسرائيلي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

 اسرائيلي پوځ اعلان کړی، چې د غزې لويديځ کې يې د حماس په بريدونو کې ۴ تنه سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي، چې د دوو تنو ټپونه ژور دي.

 حماس هم رسنيو ته ويلي، چې خان يونس کې يې په اسرائيلي اشغالګرو يوه ودانۍ رانړولې، چې وار له مخه يې په کې درانه چاودېدونکي توکي ځای په ځای کړي وو.

 اسرائيلي پوځ څرګنده کړې، چې وژل شوي سرتېري يې د «مګلان» او «ياهلوم» د ټوليو وو او د خان يونس په بني سهيلا سيمه کې حماس سره د بندي اسرائيلو د خوشې کولو په پار هلته تللي وو. 

 اشغالګر پوځ ویلي، د دوی ترلاسه کړل، چې د حماس جنګیالي دې ودانۍ کې شتون لري، او ښايي ودانۍ تونلونو ته لار ولري، ودانۍ ته د سرتېرو له ننوتل کېدو سره سم چاودېدونکي توکي وچاودېدل او په سرتېرو راکښېناسته، چې له کبله یې ۴ تنه ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.

 پوځ ویلي، د راپور ترلاسه کېدو سره سم د مګلان ټولۍ سرتېري د خپلو انجنیرانو په مسرته د ودانۍ پاکولو لپاره هلته ننوتل، خو له څو دقیقو وروسته چاودنې وشوې او مرګ ژوبله یې پېښه کړه.

 د اسرائیلو پوځ راډیو ویلي، سره له دې چې هوایي او توپچي ځواکونو سیمه کې د پلي ځواکونو ملتیا کوله، خو بیا هم له څلور ساعتونو جګړې وروسته وتوانېدل، چې وژل شوي او ټپي سرتېري له سیمې وباسي.

 ها خوا بیا نورو اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د خان یونس او جبالیا جګړو کې یې ۴ پوځیان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

 د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو دا ورځ د اسرائيلو لپاره خورا سخته ورځ بللې د اسرائيلو دفاع وزير ويلي، چې «داسې کلمې نه شته چې موږ د دې سترې ورکې تعزيت پرې ووايو».

 د پوځي چارو کارپوه ډګروال حاتم کريم الفلاحي الجزيرې سره خبرو کې ويلي، د فلسطیني مقاومت له لوري د یادې ودانۍ له انتخاب نه داسې معلومیږي، چې هغوی د اشغالګر پوځ افکار خورا ښه لوستي او د هغوی په طریقو خبر دي.

 نوموړي ویلي، صهیونیسي رژیم د خپل ولس غوسې راپارېدو له کبله د خپلو پوځیانو مرګ ژوبله پټوي.

تړلي موضوعات