عمان د افغان بندیانو خلاصون لپاره د عفوې زمینه برابروي
د عمان د سلطنت د دفتر وزیر د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې ویلي، نږدې راتلونکي کې به په ځانګړو مناسبتونو کې په هغه هېواد کې د افغان بندیانو د خلاصون لپاره د عفوې زمینه برابره کړي.
نوموړي همداراز ژمنه کړې، چې عمان کې مېشتو افغانانو ته به د کونسلي خدماتو په رسونه کې له افغان سفارت سره لازمې همغږۍ وکړي.
دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم د عمان د سلطان د دفتر له وزیر څخه د افغان بندیانو د بند مودې، مستقیمو الوتنو، عمان کې د افغان وګړو مسایلو او پر فرهنګي راکړه ورکړه کې د مرستې غوښتنه کړې.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي عمان ته د سفر په ترڅ کې د عمان بهرنیو چارو، سوداګرۍ، پانګونو او صنعت، حج او اوقافو وزیرانو سره په جلاجلا کتنو کې په ګڼو مواردو خبرې اترې کړې دي او د دواړو لوریو ترمنځ په شمېر مواردو هوکړې هم شوې دي.