بلوڅانو د ۲۱۵ برمته شویو پاتې پاکستاني نظاميان هم وژلي
د بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ ویاند جنید بلوڅ ویلي، د پاکستان حکومت ته یې د ټاکل شوي ۴۸ ساعته ضرب الاجل پوره کېدو سره د ۲۱۴ برمته شویو د ډلې پاتې پاکستاني نظامي منسوبین هم وژلي دي.
بلوڅانو ویلي، نیول شوي کسان د پاکستان پوځ، ملېشو او استخباراتو غړي وو.
بلخوا د پاکستان پوځ بیا ادعا کړې، چې د برمته شویو کسانو د ژغورنې عملیات یې پای ته رسولي دي هغه څه چې بلوڅانو رد کړي دي.
د یاد بلوڅ غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، سیمه یې خپله پرې ایښې او د پاکستان پوځ د کومو ژغورل شویو کسانو خبره کوي، د دوی له لوري خوشي شوي ملکیان دي.
اعلامیه کې ویل شوي، د دواړو لوریو ترمنځ جګړه لاهم دوام لري.
بلوڅ ازادي غوښتوونکو وسله والو تېره اونۍ د پاکستان جعفر اېکسپرېس رېل ګاډی چې له بلوچستان څخه پېښور ته په لار و برید وکړ، چې د ملکیانو په ګډون سپاره شاوخوا ۵۰۰ تنه یې برمته ونیول چې له دې ډلې یې تر ۲۵۰ تنو زیات یې د پاکستان نظامي منسوبین وو.