ایران افغانستان کې د جوړېدونکو روغتونونو چارې بیا پیلوي

ایران افغانستان کې د جوړېدونکو روغتونونو چارې بیا پیلوي روغتیا
ایران کابل او بامیانو کې د جوړېدونکو روغتونو چارې بیا پیلوي

کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیګدلي د عامي روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي سره کتنه کې د روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته روغتیايي خدماتو او دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.

 د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې د ښاغلي بیګدلي دې کتنه کې د روغتیا برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او نږدې وخت کې یې په کابل او بامیانو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو د بیا پیل خبر ورکړی.

 بلخوا د عامي روغتیا وزیر ایران سره د روغتیا برخه کې دوه اړخیزې اړیکې مهمې بللې دي په خبره یې، افغانستان د روغتیایي برخې پیاوړتیا لپاره د کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته او عصري طبي وسایلو ته اړتیا لري.

 نوموړي هیله ښودلې، چې د دوه اړخیزو ښو اړیکو او همکاریو په اساس به وکولای شي دې برخه کې پرمختګ ترسره او ناروغانو ته معیاري خدمات وړاندې کړي.

 د یادونې ده، اسلامي امارت روغتیايي سکټور کې د کورنیو امکاناتو سربېره هڅه کړې، چې د روغتیا په برخه کې بهرنۍ مرستې هم راجلب کړي.


تړلي موضوعات