سردار داوودخان روغتون نور د ملکي ناروغانو لپاره هم بستر لري

سردار داوودخان روغتون نور د ملکي ناروغانو لپاره هم بستر لري روغتیا
سردار محمد داوود خان روغتون کې د نویو څانکو د پرانېستي مراسم

د اسلامي امارت اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې سردارداوودخان روغتون کې یو شمیر نوې برخې ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي.

سرچېنې لیکلي، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له لوري  نن پنجشبه ددغه روغتون نوې ۱۰۰ بستریزه څانګه، د ملکي ناروغانو لپاره جوړ شوی روغتون او همدا راز د اېن کې سي کمپ سپارل شامل دي چې په نویو عصري طبي تجهیزاتو سمبال دي.

په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت هم ګډون درلود.

تړلي موضوعات