په نورستان کې یو روغتیایي مرکز جوړ او پرانېستل شو

په نورستان کې یو روغتیایي مرکز جوړ او پرانېستل شو   روغتیا
نورستان کې تازه رغول شوی روغتیامرکز

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د نورستان ولایت د وانت ولسوالۍ په نشیګرام سیمه کې یو روغتیایي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. 

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرکز به د سیمې اوسېدونکو د روغتیایي ستونزو په حل کې تر ډېره مرسته وکړي.

له بلې خوا د نشیګرام اوسېدونکي د دې مرکز په جوړېدو خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې له دې وړاندې به د روغتیایي خدماتو لپاره تر لرې سیمو تلل او له امله یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې عامې روغتیا وزارت د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یو بل روغتیایي مرکز د جوړېدو چارو د پیل خبر ورکړی و.

تړلي موضوعات