کندوز کې د ۸۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ستر سوداګریز کمپلیکس جوړېږي

کندوز کې د ۸۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ستر سوداګریز کمپلیکس جوړېږي بیارغونه او پراختیا
انځور ډیزاین حریت راډیو


 د کندوز ولایت مقام خبر ورکړی، چې د سپین زر امارتي شرکت له لوري کندوز ښار کې په ۶۰ جریبه ځمکه باندې د څه باندې ۸۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴ سترو سوداګریز کمپلیکسونو د جوړولو چارې پیل شوې.

 د ولایت په دې اړه خپره کړې خپرپاڼه لیکلي، دغه سوداګریز کمپلیکسونه کې به سلکونه تنو ته د کار زمینه هم برابره شي.

 خبرپاڼې کې راغلي د دغو پروژو پلي کول کندوز ښار کې د ماسټر پلان عمل کولو پیل دی، چې د یوه تفریحي پارک او تر یو کلیومټر د زیات سړک جوړول هم شامل دي.

 د یادونې ده، چې څه موده وړاندې هم د دې امارتي شرکت او یو بل شرکت په مالي ملاتړ ۳۵ جریبه ځمکه کې د ۱.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت د یو سوداګريز او ودانیز ښارګوټي چارې پیل کړې دي.

تړلي موضوعات