امنیتي او تصفیوي کمېسیون: د امنیتي چارو او پولو خوندیتوب په اړه لازمې پرېکړې وشوې

امنیتي او تصفیوي کمېسیون:  د امنیتي چارو او پولو خوندیتوب په اړه لازمې پرېکړې وشوې افغانستان
انځور ارشیف

د امنیتي او تصفیوي کمېسیون چارو مرکزي کمېسیون مسئول د کندهار امنیتي کمېسیون سره ګډه ناسته کې ځیني لازمې پرېکړې کړې دي.

امنیي او تصفیوي کمېسیون د خبر له مخې دغه ناسته کندهار کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت مرستیال، د مشرتابه د دفتر استازي او د کندهار والي په شتون کې شوې ده.

دغې ناسته کې د امیتي چارو په لا پیاوړتیا، تصفیوي بهیر کې دقت او روڼتیا، نشه یي توکو پر ضد مبارزې، د جرمونو پر وړاندې کوټلي ګامونو پورته کولو، او د پولو خوندیتوب په اړه هر اړخیز بحث شوی او د یادو موضوعاتو د لا ښه تطبیق په اړه لازمې پرېکړې شوې دي.

تړلي موضوعات