سرپل کې ۶۴ ښوونځي بیارغول کېږي

سرپل کې ۶۴ ښوونځي بیارغول کېږي بیارغونه او پراختیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

پوهنې وزارت سرپل ولایت کې د ۶۴ ښوونځیو د بیارغونې پروژې د منظورېدو خبر ورکړی.

یاد وزارت ویلي، دغه ښوونځي د سرپل په مرکز او والسوالیو کې بیارغول کېږي چې ۵۱۲زره ډالر لګښت پرې راځي.

سرچینه زیاتوي، چې د دې لویې پروژې موخه د ویجاړو شوو ښوونځیو ترمیم او ښوونیز چاپېریال ښه والی په ګوته شوې.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له لوري د ښوونیز نظام ملاتړ او پیاوړتیا ژمنو او هڅو ته په کتو تېرو څه باندې درې کلونو کې په پلازمېنه او ولایتونو کې ګڼ شمېر نوي ښوونځي جوړ او یا هم ترمیم شوي، چې دا هڅې لاهم دوام لري.

تړلي موضوعات