د قوش تېپې کانال شاوخوا ځمکو معقولې استفادې طرحه د ا.ا مسئولینو ته وړاندې شوه

د قوش تېپې کانال شاوخوا ځمکو معقولې استفادې طرحه د ا.ا مسئولینو ته وړاندې شوه بیارغونه او پراختیا
د افغانستان شمال کې د قوش تېپې ستر کانال

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، د قوش تېپې کانال د شاوخوا ځمکو د معقولې استفادې طرحه چې د یاد وزارت او اړوند ادارو له لوري چمتو شوې او د اسلامي امارت لوړپوړو مسئولینو ته وړاندې شوې.

په دې اړه غونډه کې د کرنې، کلیو پراختیا، مالیې وزیرانو، د چارو ادارې رئیس او د اوبو او انرژۍ وزارت معین هم برخه لرله.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري ویلي، د قوش تېپې کانال تر بشپړېدو وروسته دې د کانال شاوخوا ځمکو موثره استفاده وشي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دغه سیمې د کرنیزو، مالدارۍ او صنعتي مرکزونو د جوړولو ظرفیت لري او دې برخه کې اصلي رول د خصوصي سکټور او پانګوالو په غاړه دی.

دغه طرحه چې ۵ برخې او ۹۱ موارد لري صنعتي کمپلېکسونه، د ځمکو اصلاح، تلپاتې مدیریت، د کانال څارنه او ساتنه، بازارونو ته د تولیدي محصولاتو رسول او پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرول د دغې طرحې له اصلي برخو څخه دي.

د معلوماتو له مخې دې طرحه کې د قوش تېپې کانال د شاوخوا سیمو کې له طبیعي سرچینو استفاده او اقتصادي پراختیا څېړل شوي چې د خصوصي سکټور په مرسته به یاده سیمه کې مثبت تحولات رامنځته شي.

تړلي موضوعات