جوزجان کې ۱۲ بېلابېلې پراختیایي پروژې پیل شوې

جوزجان کې ۱۲ بېلابېلې پراختیایي پروژې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
جوزجان کې د پراختیایي پروژو چارو پیل

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې د جوزجان ولایت مرکز شبرغان آقچه، خانقاه او خواجه دوکوه ولسوالیو کې ۱۲ بېلابېلې پراختیایي پروژې پیل شوې دي.

یاد وزارت ویلي، دغو پروژو کې د اوبو رسونې شبکې، محافظتي دېوالونه، د اوبخور کانالونه، په کليوالي سړکونو جغل اچونه او د پلچکونو جوړول شامل دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې یادې پروژې د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د دغه ولایت د کلیو پراختیا ریاست له خوا عملي کېږي.

د یادونې ده، چې د دې پروژو د تطبیق پر مهال سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابریږي او په بشپړیدو سره به یې په یادو سیمو کې د تګ راتګ پر مهال د خلکو شته ستونزې حل او ځینو ځایونو کې به د اوبه جریانونه مدیریت شي.

تړلي موضوعات