پکتیکا کې د ۶۹ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

پکتیکا کې د ۶۹ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
د کلیو او پراختیا وزیر پکتیکا ولایت ته د سفر په مهال د لسګونو پروژو د پیل مراسمو کې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د پکتیکا په وازیخوا ولسوالۍ کې د شاوخوا ۸۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۶۹ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې.

 د یادو پروژو د پیل مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخندزاده ویلي، هڅه مو ده چې د هېواد په ټولو وروسته پاتې ولسوالیو کې ورته کارونه ترسره کړو.

 وزارت وایي، په دغو پروژو کې د یو کوچني بند په ګډون د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو او کانالونو جوړول شامل دي، چې له بشپړېدو سره به یې ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

 یاده دې وي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په هغو ولسوالیو کې چې تر وړاندې له پامه غورځېدلې وې ګڼې پروژې پلي او له امله یې ګڼې ستونزې حل شوې دي.

تړلي موضوعات