روزګان کې د ۲۰۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا پروژه پرانېستل شوه
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د روزګان دهراوود ولسوالۍ کې د برېښنا پروژه پرانېستل شوه.
دغه پروژه چې ۲۰۱ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي د کجکي برېښنا دهرادوود ولسوالۍ ته لېږدوي.
اقتصادي مرستیال ویلي، د انرژي د تولید لپاره له کورنیو سرچینو غوره استفاده او په وارداتي برېښنا د افغانستان تکیې راکمولو لپاره دا غوره ګام دی.
ملا عبدالغني برادر اخوند پاکې انرژي اهمیت ته په اشارې ویلي، که څه هم له وړیا داخلي سرچینو د برېښنا برابرول د مضره ګازونو تولید کمولو او چاپېریال ساتنې سره مرسته کوي له بلې خوا د پانګونې زیاتېدو او اقتصادي ودې لامل کیږي.
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به دهراوود ولسوالۍ کې شاوخوا ۴زره ۵۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.
د دغې پروژې چارې داسې مهال پیلېږي چې تېره ورځ کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د ۱ میلیارد افغانیو په لګښت د برېښنا د درېیو سترو پروژو د پاتې کارونو چارې پیل شوې.