عماني چارواکو سره د صاداراتو او وارداتو پر پراختیا خبرې شوې
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د عمان سلطنت د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې وزیر قیس بن محمد الیوسف سره کتلي.
د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، دې کتنه کې دواړو لوریو د کابل او مسقط ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ پر لارو چارو خبرې کړې دي.
په خبر کې راغلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستا او عمان ترمنځ د سوداګریزو پلاوو او خصوصی سکټور تر منځ پر تبادلې هم هوکړه کړې.
همدازار دواړو خواوو د کابل او مسقط ترمنځ د صادراتو او وارداتو پر پراختیا، د کرنې او خوړو خوندیتوب ترڅنګ پر سوداګریزې راکړې ورکړې او ټرانسپورټ هم خبرې اترې کړې او هوکړه شوې، چې ګډ کاري ټیمونه او سکټوري ادارې به د یادو برخو تخنیکي خبرې پیلوي.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي عمان ته د خپل سفر په ترڅ کې له عماني چارواکو سره په خپلو کتنو کې په نورو بېلابېلو موضوعاتو هم خبرې اترې کړې دي.