بغلان کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۹تنه ټپیان شوي دي

بغلان کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۹تنه ټپیان شوي دي افغانستان
بغلان کې رامنځته شوې ترافیکي پېښه

د بغلان ولایت امنیه قومندانۍ د کابل – بغلان په لویه لار د ترافیکي پېښی خبر ورکړی دی.

د بغلان امنیه قومندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني ویلي، یو عراده ۵۸۰ مسافر وړونکی بس د شمالي سالنګ خنجان ولسوالۍ پل ملخان سیمه کې له سړک اوښتی، چې په پایله کې ۱۹ تنه مسافر ټپیان شوي دي.

د برهاني په خبره، د دې پېښي ټپیانو کې ۱۲ تنه نارینه، ۴ ښځې او ۳ ماشومان هم دي، چې د پولیسو له لوري د پلخمري ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.

تړلي موضوعات