افغانستان بهرنیو هېوادونو ته د غوښې صادرات پیلوي

افغانستان بهرنیو هېوادونو ته د غوښې صادرات پیلوي سوداګرۍ او اقتصاد
بهر ته د غوښو صادراتو د پیل اړه مشورتي ناسته

د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي بهرنیو هېوادونو ته د غوښې د صادراتو په اړه مشورتي غونډه کړې. 

د کرنې وزارت د خبر له مخې دې کتنه کې د کرنې وزیر ویلي، څه باندې ۸۰ سلنه افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي د غوښې صادارت ګټور تمامېدای شي، خو چې د څارویو نسل ته زیان ونه رسېږي.

مولوي عطاءالله عمري ویلي، لومړی باید د څارویو د تولید او پالنې پر زیاتوالي تمرکز وشي او له هغه وروسته د لوړ کیفیت صادرات تنظیم شي. 

دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم ویلي، بېلابېل هېوادونه له افغانستان د غوښې اخېستلو ته لېواله دي، چې په خبره یې، د پسونو د روزنې کچه لوړه او صادراتو مناسب شرایط برابر شي، تر څو مالدران ښه عواید ترلاسه کړي. 

ها خوا د کرنې وزارت متخصصینو او سلاکارانو د غوښې صادارتو د هر کلي ترڅنګ وړاندیز کړی، چې باید د مالدارۍ ستر فارمونه جوړ شي، څړ ځایونه بیا ورغول شي، نوي نسلونه ترویج او د څارویو روغتیا ته جدي پاملرنه وشي.

دې کتنه کې د غوښې د صادراتو او څارویو د پالنې د ودې لپاره د هر اړخیزې طرحې پر جوړولو هم هوکړه شوې. 

د خوراک او کرنې سازمان د شمېر له مخې افغانستان د چرګانو په ګډون شاوخوا ۴۳میلیونه څاروي لري، چې هر کال ۶.۷ میلیارد ډالر عاید ترې ترلاسه کوي، خو تېرو جګړو، وچکالۍ او اقلیمي بدلون د مالدارۍ فعالیتونه کم کړي دي.

تړلي موضوعات