کندهار کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل شوې
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، کندهار کې د یوه کانال، استنادي دېوال، د اوبو کنټرول دروازې او اته پلچکونو چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
وزارت وايي، یادې پروژې د کندهار ولایت په لوړ میوند ولسوالۍ په قبات کلي کې پیل شوې چې چارې به یې راتلونکو ۸ میاشتو کې بشپړې شي.
سرچینه وايي، دغه پروژې چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ پلې کیږي له بشپړېدو سره به یې د کرنې په برخه کې د سیمې خلکو ستونزې هوارې شي.
یاده دې وي، چې څه موده وړاندې د کمال خان بند د ګټې اخیستنې په مراسمو کې چارواکو ویلي و، چې د افغانستان اوبه د افغانانو حق دی او د اوبو ټولې سرچینې به مدیریت شي.