د تیرې یوې اونۍ پر مهال په کندهار کې له سوپر مارکیټونو څخه یو ټن تاریخ تیره توکي راټول شوي
د خوړو او درملو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې یې د کندهار ولایت د ګرځنده څارنې کارکوونکو د څارنې پر مهال یو ټن تاریخ تیره خوراکي او ارایشي توکي راټول کړي دي.
د خوړو او درملو ملي ادارې ویلي، چې په دې موده کې یې د کندهار ولایت د څارنې ټیمونو د څارنې پر مهال شاوخوا یو ټن خوراکي او ارایشي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه د یاد ولایت د خوړو او درملو ریاست ته وړي دي.
دغه راز دې ادارې زیاته کړې، چې د څارنې کارکوونکو یې د تاریخ تیرو توکو د استعمال، خرڅلاو او زیانونو په اړه د سوپرمارکیټونو مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې او توصیې هم کړي دي.