د کندهار – هرات اوسپنیزې کرښې د تفصیلي ډیزاین کارونه پیل شول

د کندهار – هرات اوسپنیزې کرښې د تفصیلي ډیزاین کارونه پیل شول بیارغونه او پراختیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې ۲۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهار – هرات د ۷۳۷ کیلومټره اوسپنیزې کرښې د تفصیلي ډیزاین کارونه پیل شول.

د یاد وزارت د خبر له مخې د دغې پروژې چارې به تر راتلونکو اتو میاشتو بشپړې شي. 

بلخوا د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، د دغې بنسټیزې پروژې په بشپړېدو سره به د افغانستان له لارې ترکمنستان او ایران له پاکستان سره ونښلول شي.

نوموړي دغه پروژه له تجارتي او ټرانزیټي پلوه یو مهم اقتصادي ګام بللی دی.

تړلي موضوعات