کابل کې د برېښنا د دوو پروژو کارونه پیل شول
د دغو دوو پروژو له ډلې لومړنۍ یې د بګرامیو ولسوالۍ بتخاک سیمه کې د ۱۸۹ میګاواټه نوي سب سټېشن جوړول او له ارغندي بیا د بتخاک تر همدې سب سټېشن د ۲۲۰ کیلوولټ برښنا مزې غځولو دي.
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطف منصور د دغو پروژو د پرانېستې پر مهال ویلي، په دغو پروژو ۲۵.۴ میلیونه ډالر لګښت راځي.
نوموړي همداراز ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د شاه و عروس، کمال خان او عمري بندونه ګټې اخېستنې ته سپارل شوي او دا مهال د بخش اباد او پاشدان بندونو چارې په چټکۍ سره دوام لري او نږدې راتلونکي کې به پرانېستل شي.
دغه پروژې داسې مهال پیلیږي چې تر دې وړاندې د برېښنا شرکت رئیس ویلي و راتلونکی کال به د برېښنا برخه کې ۴۰ میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې پلي کړي.