تورخم دروازه نن دو یمه ورځ هم د تګ راتک پرمخ تړلې
د تورخم کميسار ملا عبدالجبار حکمت وايي، چې د تورخم دروازه نن د دویمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتک پرمخ تړلې ده.
ځايي سرچینې وايي، چې د دروازې بندېدو له کبله د فرضي کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ښاغلي حکمت له خلکو غوښتي، چې د دروازې خلاصون تر خبرتيا پورې دې پر دغې لارې له تګ څخه ډډه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د تورخم دروازه وړمه شپه د پاکستان له لوري د نامالومو دلایلو له کبله د هر ډول ترافيکو پرمخ وتړل شوه.