هېواد کې تر پنځوسو د زیاتو سترو پروژو کارونه دوام لري
د ټولګټو وزارت مسئولین وایي، اسلامي امارت تېرو درېیو کلونو کې د سالنګ، کابل – کندهار، کندهار روزګان لویې لارې او ګڼې نورې سترې پروژې پیل کړې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس کابل کې د خبري کنفرانس پر مهال وویل، دا مهال ټول هېواد کې تر ۵۰ زیاتو بېلابېلو پروژو کارونه دوام لري.
نوموړي ویلي، د سالنګ لویي لارې زیانمنې برخې جوړې شوې په خبره یې د ټولګټو وزارت چمتو دی، چې سالنګ کې د هوا برابرېدو سره د پاتي برخو کارونه بیرته پیل کړي.
د ټولګټو وزارت مسئولینو همداراز ویلي، دغه وزارت د ولایتونو نښلو او پروژو پلي کولو لپاره یو منظم پلان ترتیب کړی او هغو ولایتونو ته چې مخکې ورته پاملرنه نه ده شوې ځانګړی پام به ورته وشي.