د میدان وردګ – لوګر ۵۰ کیلومتره نښلونکي سړک د رغولو تړون لاسلیک شو

د میدان وردګ – لوګر ۵۰ کیلومتره نښلونکي سړک د رغولو تړون لاسلیک شو بیارغونه او پراختیا
انځور ارشیف

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د میدان وردګ – لوګر ترمنځ د نږدې ۵۰ کیلومټره سړک د جوړولو تړونونه یې له دوو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو سره د ۷۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک کړي.

 د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د دې سړک په رغولو کې ۱۲۰ پلګوټي شامل دي، چې د میدان وردګو ولایت له تنګې درې، قلعه امیر څخه پیل د الوزي، دوغ اباد، شولک او بابوس سیمو په تېرېدو د لوګر ولایت پل عالم ښار سره نښلول کېږي.

 د یاد سړک د جوړولو چارې به په ۱۶ میاشتو کې بشپړې شي، چې لومړی برخه یې ۱۷.۴ کیلومټره او دویمه برخه یې ۳۱.۶ کیلومټره اوږدوالی لري.

 د یادونې ده، چې د ټولګټو وزارت تېره اونۍ هم د ۲۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهار – هرات اوسپنیزې کرښې د تفصیلي ډیزاین او سروې اړوند ۵ تړونونه لاسلیک کړل.

تړلي موضوعات