اسلامي امارت د روڼتیا نړېوال سازمان راپور ناسم وباله
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمد الله فطرت وايي، د اداري فساد پر ضد کوټلي ګامونه پورته شوي، د فساد کچه صفر ته نږدې او حکومتي سیسټم له فساده پاک شوی دی.
ښاغلي فطرت د روڼتیا نړېوال سازمان راپور ته په غبرګون کې ویلي، دې راپور کې د افغانستان په اړه قضاوت ناسم او یو طرفه دی.
روڼتیا نړېوال سازمان د ۲۰۲۴ کال په راپور کې ویلي، د افغانستان د عامه او دولتي سکټور د فساد برخه کې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو له منځه ۱۶۵ ځای خپل کړی او له ۱۰۰ نمرو یې ۱۷ اخېستې چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۳ نمرې کمې دي.
ملا حمد الله فطرت همدې راپور ته په غبرګون ویلي، د فساد په اړه روڼتیا نړېوال سازمان سروې ځکه حقیقت نه لري، چې د دقیقې څېړنې پر ځای په مجهولو او غیرسمي سرچینو یې استناد کړی او د عقده مندو کړیو په لمسون یې غیرحقیقي احصایې او معلومات خپاره کړي.