د ګډو جګړه ییزو زده کړو قومندانۍ بېلابېلو برخو څخه ۲۰۲ سرتېري فارغ شول

د ګډو جګړه ییزو زده کړو قومندانۍ بېلابېلو برخو څخه ۲۰۲ سرتېري فارغ شول افغانستان
انځور ډیزاین حریت راډیو

د ملي دفاع وزارت د خبر له مخې د عبدالله بن مسعود رض د ګډو جګړه ییزو زده کړو قومندانۍ څخه ۲۰۲ تنه منسوبین فارغ شوي دي.

د خبر له مخې دغو منسوبینو ته د D-30 توپ حفظ او مراقبت، SPG-9 ،M24 ،M2، هاوان او سرحدي پياده کورسونو کې څلور میاشتنۍ مسلکي زده کړې ورکړل شوې دي.

مسئولینو دغو فارغینو ته په خبرو کې توپچي ځواکونو د پوځ د ملا تېر بللی په خبره یې، هره اردو چې پیاوړی توپچي ځواک لري د جګړې د ډګر ګټونکې به هم وي.

دوی یاده برخه کې د عصري ټکنالوژۍ او وسایلو کارولو پر زده کړه هم ټینګار کړی.

په ورته مهال نویو فارغ شویو منسوبینو د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه د دفاع ډاډ ورکړی.

د یادونې ده، چې د عبدالله بن مسعود رض ګډو جګړه ییزو قومندانۍ کې د هېواد مسلکي اردو جوړولو لپاره په بېلابېلو برخو کې اسلامي اردو ته جذب شویو سرتېرو ته مسلکي زده کړې ورکول کېږي.

تړلي موضوعات