امنیتي ځواکونو هلمند کې ۱۱ ټنه نشه یي توکي نیولي
کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، د نشه یي توکو پر ضد مبارزې پولیسو د هلمند ولایت مرکز او ولسوالیو کې ۱۱زره ۷۱۱ کیلو نشه یي توکي نیولي دي.
سرچینې ویلي، دا نشه یي توکي یې د هلنمد مرکز لښکرګاه، سنګین او ګرشک ولسوالیو کې کشف او ترلاسه کړي دي.
نیول شویو توکو کې ۸ زره ۹۰۰ کیلو نوشادر، ۱۹۰ کیلو هاک، ۲ زره ۵۰۰ کیلو تریاک، ۱۲۱ کیلو ایف، او نور ډول ډول نشه یي توکي شامل دي، چې په تړاو یې ۴تنه نیول شوي او له څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې ده، اسلامي امارت هېواد کې د نشه یي توکو پر ضد په کلکې مبارزې ټینګار کوي او دې لړ کې ترسره شوې هڅې یې په کور دننه او بهر ستایل شوې دي.