غور کې د ۳۷ بابه ښوونځیو او ۲ دیني مدرسو ودانۍ بیارغول شوې
د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې غور ولایت کې یې د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۷ ښوونځیو، ۲ بابه دیني مدرسو او یو باب دارالحفاظ د بیارغونې پروژې بشپړې کړې دي.
د وزارت د خبر له مخې دغه شمېر ښوونځي او مدارس یې په اساسي ډول بیارغولي، چې د پوهني کیفیت د ښه والي برخه کې به مثبت اغېز ولري او زده کوونکو ته د سالم چاپېریال زمینه هم برابره شوه.
د یادونې ده، چې د پوهنې وزارت تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د زرګونو هغو ښوونځیو ودانۍ بیرته رغولې دي، چې د جګړو او تېرو حکومتونو د نه پاملرنې له کبله زیانمنې شوې وې.