امیرالمؤمنین: مدرسه او ښوونځی نوره یوه اداره ده، د دواړو ساتنه او ملاتړ پر موږ لازم ده
عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله په لومړي ځل د کندهار پوهنتون څخه لیدنه کړې او د دې پوهنتون رهبرۍ غړو، استادانو، کارمندانو او زده کړېالانو ته یې وینا کړې ده.
د کندهار ځايي مسؤلین وايي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله دې کتنه کې د دیني او عصري علم پر ارزښت هر اړخیز بیان کړی او ویلي یې دي: (( دواړه علوم په اخلاص زده کړئ، خپل نېت یوازې د الله جل جلاله د رضا لپاره وساتئ او د خپل علم په مرسته دین او خلکو ته ګټه ورسوئ.))
د اسلامي امارت زعیم زیاته کړې، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او هر یو له تاسو څخه په دې نظام کې ځانګړی ځای لرئ. نوموړی زیاتوي: (( د افغانستان اسلامي امارت تاسې ته د خیر اراده لري؛ مدرسه او ښوونځی نوره یوه اداره ده، د دواړو علمي ادارو ساتنه او حمايه پر موږ لازمه ده.))
عالیقدر امیرالمؤمنین استادانو او محصلینو ته ویلي، چې ټولنه د مدرسې او ښوونځي طالب العلمانو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او تاسو ته د خدمت هیله لري.
د یادونې وړ ده، چې د دې لیدنې په پای کې ښاغلي امیرالمؤمنین محصلینو او استادانو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.