د غزني ناوې ولسوالۍ کې د اوبو بند د جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ناوې ولسوالۍ کې د اوبو بند د جوړولو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
غزنې ناوې ولسوالۍ کې د اوبند جوړلو د بنسټ کېښودل شوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، د غزني ولایت ناوې ولسوالۍ فیضو کلي کې یې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو بند جوړولو چارې پیل کړې.

 د یاد وزارت د خبر له مخې د دغې بند د بنسټ ډبره کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخندزاده له لوري کېښودل شوې.

 د اوبو دغه بند ۲۱۰ متره اوږدوالی او ۶متره لوړوالی سره د ۳۰ متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.

 د دې بند په جوړېدو سره به د یادې سیمې د اوبو ستونزې حل ترڅنګ د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو ذخېرې هم پیاوړې شي.

 د یادونې ده، چې دا مهال د اسلامي امارت له لوري د غزني قره باغ ولسوالۍ کې هم د زردالو بند د جوړولو چارې دوام لري.

تړلي موضوعات